د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایمنسټي انټرنیشنل وايي پاکستان او نور هېوادونه دې افغانان په زور نه باسي


له پاکستانه د افغانانو کډې افغانستان ته روانې دي - انځور له ارشیفه
له پاکستانه د افغانانو کډې افغانستان ته روانې دي - انځور له ارشیفه

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر پاکستان، ایران او نورو هېوادونو غږ کړی چې نړیوالو قوانينو ته په پام دې افغانان په زور هېواد ته نه ستنوي.

د بشري حقونو هغه نړیوال سازمان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په يو بیان کې وویل چې د نړیوالو قوانينو له مخې، پناه غوښتونکي په زور نه شي ایستل کېدلی نو چې هر هېواد هغه کار کوي، غیرقانوني دی.

بیان وايي، د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې یوازې ایران او پاکستان په روان کال کې له ۲.۶ مېلیونو زیات افغانان په غیرقانوني توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د دې سازمان په وینا، له ستنو شویو څخه یې ۶۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

له پاکستان او ایران پرته ترکیې او تاجکستان هم په زرګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

ایمنسټي انټرنیشنل وړاندې لیکي، "د افغانانو په زور ستنوونکو دا حقیقت له پامه غورځولی چې په افغانستان کې د هغوی ژوند ته خطر دی."

د هغه سازمان په وینا، هېوادونه باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي او هغه قوانین "د هر هغه کس جبري ستنول چې په خپل هېواد کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له واقعي خطر سره مخامخ وي، منع کوي."

ایمنېستي انټرنیشنل پر ځينو اروپايي هېوادونو هم نیوکې کړې چې ځيني افغانان یې په جبري ډول ایستلي دي. په بیان کې راغلي‌ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د بشري حقونو تروړل مستند شوي دي، بیا هم جرمني، اسټریا (اتریش) او په ټوله کې اروپایي ټولنې له طالب چارواکو سره د جبري ستنولو د اسانتیا په اړه خبرو ته مخه کړې ده.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځایه نورو هېوادونو کې پناه واخلي. په هغو کې ډېر یې خبریالان، مدني فعالان، هنرمندان، سیاستوال او پخواني افغان سرتېري ول. هغوی دريځ لري چې په تېر جمهوري حکومت او له نړیوالو ادارو سره د کار له امله یې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ژوند خوندي نه دی.

پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی. پاکستاني چارواکي د خپل دې ګام لپاره دلیل وړاندې کوي چې په ملک کې یې امنیتي حالت خراب دی نو ځکه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند وکړي.

د ملګرو ملتونو په ګډون په نړۍ کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو یوشمېر سازمانونو وخت پر وخت د پاکستان د دې ګام غندنه کړې او د یاد ملک پر واکمنو یې غږ کړی چې په زور دې د کډوالو ایستل ودروي. خو پاکستانیو چارواکو لا د افغان کډوالو نیول او ایستل جاري ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG