هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د جرمني د کډوالۍ او حقوقي (MRL) دوسیې لري وايي چې په وروستیو کې یې د پناه غوښتنې د ردولو یا د منلو د پروسې د بندېدو په اړه بریښنالیکونه ترلاسه کړي چې دې اقدام سخت اندېښمن کړي دي.
یو شمیر دغو پناه غوښتونکو مشال رېډیو ته وویل چې هغه نوي بریښنالیکونه چې دوی د جرمني د کډوالو اړوند بنسټونو ترلاسه کړي، ښیي چې له هېڅ ډول دلیل پرته یې قضیې رد شوي یا یې د لیږد پروسه ځنډول شوې ده.
د طالبانو د واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۳۵،۵۰۰ افغانان چې له خطر سره مخ وو له پاکستانه جرمني ته لیږدول شوي دي.
د جرمني د کډوالۍ یوې دوسیې لرونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې شاوخوا یوه نیم کال مخکې یې د جرمني پراختیایي ادارې (GIZ) لخوا له ایران څخه پاکستان ته لیږدول شوې ده.
“تېره شپه مو یو بریښنالیک ترلاسه کړ چې دا پروسه په بشپړه توګه درول شوې او دا بهیر ستاسو لپاره پای ته رسیدلې ده، موږ ته ۱۵ ورځې وخت راکړل شوی چې له پاکستانه ووځئ، له پاکستانه وتل به زموږ د ژوند په بیه تمام شي."
یو بل افغان کډوال، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، هم وویل چې دا پرېکړه پرته له کوم وضاحته شوی او په پاکستان کې یې د دوی برخلیک نور هم ناڅرګند کړی دی.
“تیره شپه مو یو بریښنالیک ترلاسه کړ چې ستاسو کیس نور نه څېړل کیږي او د لیږد پروسه بنده شوې ده، تر ټولو بنسټیزه ستونزه دا ده چې د بریښنالیک له ترلاسه کولو وروسته، پولیس په اسلام اباد او پېښور کې څو میلمستونونو او هغو ځایونو ته تللي چې افغانان په کې ژوند کوي او پر دوی یې فشار راوړ چې ژر تر ژره خپلې خونې یا د استوګنې ځایونه پریږدي."
البته مشال رېډیو نه شي تصدیقولای چې په رښتیا هم پولیسو چاپې وهلې دي.
کډوال وايي چې د دوی د کډوالۍ دوسیو د ردولو ایمیلونه شاوخوا ۳۵۰ «MRL» دوسیه لرونکو ته لیږل شوي دي.
د جرمني حکومت په رسمي توګه لا څه نه دې ویلي.
د یادونې ده چې د «MRL» کډوالۍ او حقوقي هغه قضیې دي چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې قوانینو په چوکاټ کې پروسس کیږي.
د افغانانو لپاره دا قضیې په عمده توګه هغه خلک لري چې د جرمني له حکومته د منلو یا بشري لیږد ژمنه ترلاسه کړې، مګر د دوی د ننوتلو وروستۍ پروسه ځنډول شوې یا بیاکتنه شوې ده.
دا کډوال په داسې حال کې د دوی د پناه غوښتنو د ردېدو په اړه د ایمیلونو د ترلاسه کولو خبرې کوي چې د جرمني فيدرال حکومت مخکې اعلان کړی وو چې په رسمي ډول به د یو شمیر هغو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي چې اوس مهال په پاکستان کې دېره دي.
د دویچه ویله د راپور له مخې، د جرمني فدرال حکومت د کورنیو چارو وزارت د ډېسېمبر بر ۱۰مه یوه بنسټیزه پریکړه وکړه، چې له مخې یې نور د هغو افغان نارینه او ښځینه وو د منلو لپاره سیاسي اراده نشته چې د انتظار په لیست کې دي یا یې نومونه د بشري حقونو په لیست کې دي.
دا پرېکړه په دې هېواد کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوه، یو شمیر جرمني سیاستوالو دا "نامناسب" او "ریاکارانه" وبلله او د دې پریکړې د سمدستي بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.
د جرمني حکومت پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پخوانیو حکومتي کارکوونکو، بشري حقونو فعالینو او زیان ګالو کورنیو سره د ځانګړو پروګرامونو له لارې له خطر سره مخ افغانان د منلو ژمنه کړې وه.
د جرمني «ولټ ام زونټاک» ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۳۵،۵۰۰ افغانان چې له خطر سره مخ وو له پاکستانه جرمني ته لیږدول شوي دي.
له دې سره په جرمني کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته می میاشت راهیسې د افغان کډوالو د منلو او لیږدولو پروسه ځنډول شوې ده.
په داسې حال کې چې د بشري حقونو مختلفو سازمانونو په مکرر ډول له دې هیواده غوښتنه کړې چې په پاکستان کې په تمه افغان کډوال جرمني ته انتقال کړي، خو ظاهراً د کډوالو په اړه د دې هیواد په پالیسۍ کې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی.