د باجوړ پولیس وايي د پولیو پر ټیم وسلوال برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې دا برید د ډېسېمبر پر ۱۶مه د باجوړ د سالارزو تحصیل په تنګي سیمه کې ترسره شوی دی. د نوموړي په وینا په وژلو شویو کې یو د پولیسو سرتېری او بل د سیمې اوسېدونکی دی.
محمد اسرار وايي د نامعلومو وسلوالو په برید کې د پولیو د ټیم غړي خوندي پاتې شوې دي او پولیسو د وسلوالو خلاف د لټون عملیات پیل کړي دي.
د باجوړ په سالارزو کې د پولیسو په وینا تر دې وړاندې د ډېسېمبر میاشتې پر ۱۰مه نېټه هم د نامعلومو وسلوالو په برید کې دوه ځوانان وژل شوي وو.
د هغې او د دې تازه حملې مسوولیت تر دې دمه چا قبول کړی نه دی.
په پاکستان کې د ډېسېمبر له ۱۵مې نېټې څخه د پولیو ناروغۍ مخنیوي کمپاین پیل شوی دی.
د پاکستان د بیړنیو حالاتو ملي مرکز د ډېسېمبر پر ۱۳مه په بیان کې ويلي چې دا کيمپاین به د ډېسېمبر تر ۱۹مې دوام ولري او پر دې مهال به تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ۴۵ مېلیونه ماشومانو ته د پولیو وایرس د مخنيوي څاڅکې ورکول کېږي.
په باجوړ کې له یوشمېر کلونو راهیسې دا ډول وژنې او بریدونه کېږي چې پکې د ولسي مشرانو او وګړو په ګډون پولیس او امنیتي سرتېري، حکومتي چارواکي او کارکوونکي، د پولیو یا ګوزڼ واکسیني کارکوونکي، سیاستوالان او دیني عالمان په نخښه کېږي.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۱۹مه په لکي مروت کې د پولیو څاڅکو په سر ډزو کې ۱ تن وژل شوی ۳ ژوبل شوي ول.
د لکي مروت پولیسو مشر ډي پي او نذیز خان د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د پولیو کارکوونکو هڅه کوله له یوې انکاري کورنۍ سره خبرې وکړي چې هغوی خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي چې د مذاکراتو پر مهال د کورنۍ یو تن پر پولیسو ډزې وکړې چې د پولیسو دوه سرتېري یې ژوبل کړل او په ډزو کې د هماغه ځوان پلار هم ژوبل شو. نوموړي زیاته کړې چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان (۲۰۲۵ز) کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۹ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې تېر کال ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي ول.