د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د یوشمېر هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ بندیز لګولي دي


یوشمېر مساپر د امریکا د نیو یارک له جان اېف کینېډي هوايي ډګره بهر وځي - انځور له ارشیفه.
یوشمېر مساپر د امریکا د نیو یارک له جان اېف کینېډي هوايي ډګره بهر وځي - انځور له ارشیفه.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یوشمېر نورو هېوادونو پر وګړو هم هغه هېواد ته پر ورتګ بندیز او محدودیتونه لګولي دي.

سپينې ماڼۍ د ډېسېمبر پر ۱۶مه شپې مهال پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د "امریکا د امنیت" په موخه "د سوریې (شام)، بورکینا فاسو، مالي، نایجر او جنوبي سوډان پر وګړو" هغه هېواد ته پر ورتګ بندیزونه لګوي.

د واشنګټن پوسټ، نیو یارک ټایمز او الجزیرې په ګډون یوشمېر نړیوالو رسنیو د ډېسېمبر پر ۱۷مه په خبر کې د سپینې ماڼۍ په حواله ویلي، دا بندیز د ۲۰۲۶ز کال له جنورۍ عملي کېږي.

سپينې ماڼۍ داراز ویلي دي چې د فلسطینۍ ادارې پاسپورټونه لرونکي هم امریکا ته سفر نه شي کولای.

د ټرمپ حکومت داراز د لاوس او سېرالیون پر وګړو "جزوي" سفري محدودیت "بشپړ بندیز" ته بدل کړی دی.

بیان وايي، د ترکمنستان حکومت له امریکا سره "ګټورو تعاملاتو" ته دوام ورکړی نو ځکه یې اوس وګړي کولای شي چې په لنډمهالو ویزو هغه هېواد ته سفر وکړي، خو پر خلکو یې د مهاجرت یا دایمي استوګنې د ویزې محدودیت پر ځای دی.

سپینې ماڼۍ داراز د نایجېریا، سېنېګال، تنزانیا، زېمبابوې او مورېتانیا (مورېطانیا) په ګډون د ۱۵ هېوادونو پر وګړو امریکا ته پر ورتګ "جزوي سفري محدودیتونه" لګولي دي.

واشنګټن تر دې مخکې د ۲۰۲۵ز کال په جون کې د افغانستان، ایران، لیبیا، سومالیا او یمن په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو هغه هېواد ته پر ورتګ بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG