د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د داعش ځپلو په هدف یې په سوریه کې عملیات پیل کړي دي


امریکا دا عملیات په سوریه کې د خپلو درو سرتېرو له وژل کېدو وروسته پیل کړي دي - انځور له ارشیفه
امریکا دا عملیات په سوریه کې د خپلو درو سرتېرو له وژل کېدو وروسته پیل کړي دي - انځور له ارشیفه

امریکايي چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۹مه یې په سوریه کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې د غړو له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي دي.

خبري اژانسونو، رویټرز، فرانس پرېس او ډي پي اې د امریکايي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې دا عملیات یې د هغه برید په ځواب کې پیل کړي دي چې تېره اوونۍ پکې دوه امریکايي عسکر او یو امریکايي ژباړن وژل شوي وو.

دا امریکایان د ډېسېمبر پر ۱۳مه په پالمیرا کې د هغه برید په ترڅ کې وژل شوي وو چې ګومان کېږي اسلامي دولت وسلوالې ډلې کړی وي چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي.

خو د هغې ډلې له خوا تر اوسه د هغه برید په اړه څه نه دي ویل شوي.

پېنټاګون په هغه وخت کې ویلي وو چې د دوی ماموریت د اسلامي دولت او په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو عملیاتو ملاتړ کول وو. په برید کې درې نور کسان هم ټپیان شوي وو.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وروسته دا هم ویلي وو چې دوی به یې له یادې ډلې غچ اخلي.

XS
SM
MD
LG