تر ۱۹ کلونو کم د پنځوس اووره کرکټ په ایشيا کپ کې هند پاکستان ته په ۹۰ منډو ماتې ورکړه.
د دیسمبر پر دویمه، په دوبۍ کې لومړی بيټينګ هند وکړ او ۲۴۰ منډې یې جوړې کړې. ټوله لوبډله یې په ۴۷م اوور کې اوټ شوله.
په ځواب کې یې پاکستانۍ لوبډلې ۱۵۰ منډې وکړي. د دوی ټولې ویکټې په ۴۲م اوور کې ولوېدلې.
د کرکټ ایشيا کونسل تر څارنې لاندې د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو اشیا کپ د دیسمبر پر ۱۲مه پیل شوی او پای لوبه یې د همدې میاشتې پر ۲۱مه ترسره کېږي.
په دې سیاليو کې د اتو اسیايي هیوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده چې په دوو ډلو وېشل شوې دي. په اې ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عرب امارات او مالیزیا شامل دي.
په بي ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلادېش، سريلنکا او نیپال اچول شوي دي.