ډاکتر احسان الله درمل د طب زده کوونکو لپاره یو مهم کتاب ژباړلی دی
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې ډاکتر احسان الله درمل مېلمه کړی دی. نوموړي د طب د زده کوونکو لپاره د فېزیالوژۍ یا د انساني وجود د افعالو پوهنې یو مهم کتاب په پښتو ژباړلی دی. درمل د پکتیا اوسېدونکی دی خو لومړنۍ زده کړې يې د کورمې په سده کې کړې دي. ډاکتر احسان درمل په جرمني کې مېشت دي او هلته په طب کې لوړې زده کړي ترلاسه کوي. ډاکتر درمل په پښتو ژبه شاعري هم کوي. بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
دسمبر ۱۱, ۲۰۲۵خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر ۰۴, ۲۰۲۵اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري ۰۹, ۲۰۲۵بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري ۲۶, ۲۰۲۵د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟