شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شورا یو مشر سید اغا د ډېسمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ځي خو د ده په وینا، د پاکستان حکومت باید دوی ته دومره وخت ورکړي چې د ژمي دا دوې میاشتې تېرې شي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ درېدو او لارو بندېدو له وجې د پېښور په ګوړې منډیۍ کې کاروبار زښت خراب شوی دی. سوداګر وايي، له دې سره د ګوړې بیه هم ټیټه شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې لسګونه زره خلک د ګوړې له کاروبار سره تړلي دي. ویډیويي رپورټ.
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ايمل ولي خان دعوه کړې ده چې د پاکستان مرکزې حکومت په امر له ده، د ده له پلار اسفند يار ولي خان او کورنۍ څخه دولتي امنيتي ساتونکي اخيستل شوي دي.
دا تر هغې وروسته ده چې دوو صوبايي وزیرانو فیصل خان ترکي او عاقب الله د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له وزارتونو استعفا ورکړې.
د یاد ګوند مشران وايي په مظاهره کې زرګونو کسانو ګډون کړی او د پاکستان له حکومته یې د بخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د پېښور دوو وکیلانو سیف الله محب کاکاخېل او نعمان محب کاکاخېل عدالت ته د هغو افغان کډوالو قضیه وړې وه چې له پاکستانیو وګړو سره یې نکاح کړې، ماشومان لري او اوس د پاکستان حکومت ورته له هېواده د وتلو امر کړی دی.
د عوامي نيشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسین وايي د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په زوره نه وباسي.
د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې د معدې، پوستکي، سترګو او نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.
د ۱۹۴۸ کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل.
د خیبر پښتونخوا د سرکاري ادارو کارکوونکو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې ده. احتجاجیانو د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، له صوبايي حکومته د وفاقي ادارو د کارکوونکو په څېر مراعات غواړي. صوبايي حکومت لا د ناستې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ۱۰، په سیند کې پینځه او په پنجاب او د اسلام اباد تر واک لاندې په ګلګت - بلتستان کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ مسلې د هواري لپاره ګڼګوندیزه غونډه وربولي.
مظاهره کوونکیو په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت هم نیوکې وکړې چې د دوی په وینا پر ځای د دې چې خلکو له نوکرۍ ورکړي، شته ملازمین له کاره لرې کوي.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو نه حکومتي مامورین د جون پر ۲۵مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته راټول وو، دوی لارې بندې کړې وې او شعارونه یې ورکول.
۵۳ کلن جان محمد جاني د پړانګ سپرخېلو سره تعلق لري، له پېښور سره نږدې په سردریاب سیمه کې خواري مزدوري کوي او د شعر شوق ورسره مل دی.
په پېښور او ورڅېرمه نورو سیمو کې د اختر په درشل کې خلک وايي، د قربانۍ څاروي ډېر ګران شوي دي. دوی وايي، اوس یې دومره وس نه کېږي چې ځان له ځان له څاروی واخلي
د پاکستان پارلېمان د ۲۰۲۵ز کال د مې پر ۱۹مه د یو بېل (قانوي مسودې) په منظورولو سره دا شرط ټاکلی وو چې د نکاح پر مهال باید د هلک او نجلۍ عمر لږ تر لږه ۱۸ کلونو ته رسېدلی وي. د بشري حقونو د شنونکو او د پارلېمان د غړو په وینا دا بېل په دې موخه منظور شوی چې د کم عمرۍ د ودونو مخنیوی وشي.
یو اېن ایچ سي ار د اپرېل پر ۱۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې دا مرستې به د افغان کډوالو د کاغذي کاروايي، روزنیزو پروګرامونو، روغتيا او نورو بنیادي اسانتياوو لپاره کارول کېږي.
نور وښیئ