خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.
په داسې حال کې چې پاکستان د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو ستنولو ته دوام ورکړی دی، په خیبر پښتونخوا کې مېشتو ښځو او نجونو له اسلام اباده غوښتي دي چې له هېواده دې یې نه باسي. دا ځانګړی رپورټ د یوې افغانې ښځې په غږ پیلېږي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند وايي د پاکستان له حکومت سره یې د افغانانو پر برخلیک خبرو ته دوام ورکړی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سيند کې کې ۱۸، ۱۸ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
هغې ادارې د نومبر پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د نومبر پر ۲۷مه په ډېره اسماعيل ضلع کې د یو هلک د وینو په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی.
په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
د خیبر پښتونخوا په چترال کې یوشمېر ښځو د سبزیو کښت پیل کړی دی. هغه ښځې وايي چې په دې برخه کې ورسره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) مرسته کړې ده. د چترال اوسېدونکي وايي چې د هغې پروژې له برکته هم په کور کې تازه سبزۍ کاروي او هم یې په بازار خرڅوي. ویډيويي رپورټ.
دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوې چې د خيبر پښتونخوا د پرایمري سکولونو استادانو د نومبر له پینځمې راهیسې د پېښور په جناح پارک کې احتجاجي پرلت وهلی
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې اووه او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
هغې ادارې د اکتوبر پر ۲۳مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د کواټ د یو ماشوم د وینې په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره سږ کال په هغه ضلع کې د ګوزڼ د پېښو شمېر دوه او په پاکستان کې یې ټولیز شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
د پولیو د مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۲۰ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.
د خیبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم لویې جرګې ته د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه ګڼې ښځې او فعالانې هم ورغلې دي. موږ د جرګې له یوشمېر ګډونوالو سره د خبرو پر اساس دا ویډیو جوړه کړې ده.
پشتین وویل چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال په لسګونو زره پښتنو ته مرګژوبله واوښته او لوی زیانونه یې ولیدل، نو ځکه اړینه ده چې په جرګه کې د خپل راتلونکي ژوند په اړه په یووالي پرېکړه وکړي.
د پولیو مخنیوي پروګرام د سېپټېمبر پر ۲۰مه، په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند صوبو کې ثبت شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.
مېرمنې وايي، د چټک بسونو منصوبه د حکومت یوه بریالۍ پروژه ده خو که د ځینو ستونزو هوارولو لوري ته پام وشي نو مېرمنې به په ارامه د سفر کولو جوګه شي.
د نتایجو له مخې په دواړو بورډونو کې تر هلکانو نجونو ښې نمبرې اخیستې دي. تر دې وړاندې د سوات بورډ نتایج هم اعلان شوي ول چې هلته هم په لومړیو درې پوزیشنونو کې دوه یې د نجونو په برخه رسیدلي ول.
د سیو دي چیلډرن د پاکستان دفتر مشر خرم ګوندل وايي، د پشکال د بارانونو او سیلابونو له وجې د سېپټېمبر تر څلورمې نېټې پورې له ۱۵۰ زیات ماشومان مړه شوي او له ۲۰۰ زیات ژوبل شوي دي
دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټول پاکستان کې د پولیو مخنیوي لپاره پینځه ورځنی کېمپین نن پیل شوی دی. وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په اسلاماباد کې د دې کمپاین پرانسته وکړه او ویې ویل چې دا ځل په ۱۱۵ ضلعو کې له درې کروړه او ۳۰ لاکه څخه زیاتو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
نیوټریشن انټرنېشنل یوه کینیډایي غیردولتي اداره ده چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د صحي خوړو، خوارځواکۍ، د ویټامینونو او مینرالونو د کمبوت او دې سره تړلو نورو څانګو کې څېړنې او څارنې کوي.
نور وښیئ